د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس: اوس د کتاب لوستلو وخت دی چې هېواد د پرمختګ په لور بوځي

هرات- ایرنا- د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل: اوس د کتاب لوستلو وخت دی، څو هېواد د پرمختګ پر لور وخوځوو.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛  دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست نن چهارشنبه دلړم دمياشتې ٩ نيټه په يوه خبر پاڼه کې د هرات ولايت دعامه کتابتون د ودانۍ دجوړولو او بډاينې په باب يې دتيکا ددفتر له خوا خبر ورکړ.

خبرځاى زياته کړه: په هرات کې د ترکيې د همکاريو ادارې (ټيکا) د دغه ولايت عامه کتابتون ترميم کړ او دغه کتابتون ته يې دوه زره ټوکه کتابونه وسپارل.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقی وويل: «اوس د کتاب لوستلو وخت رارسېدلی، ترڅو هېواد د پرمختګ پر لور بوځي.»

 د هرات عامه کتابتون چې په دغه ولایت کې تر ټولو لوی او زوړ کتابتون بلل کېږي، د څه باندې نیمې پېړۍ د فعالیت په موده کې یې ډېر وسایل زاړه او له کاره لوېدلي وو.

د دې ستونزې د حل په موخه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دوه مياشتې وړاندې د عامه کتابتون د بيارغاونې چارې پيل کړې او اوس يې بل رنګ او مخ نيولى دى.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .