د ځمکنۍ خپلواکي د مجاهدينو په هڅو ترلاسه شوه او اوس اقتصادي خپلواکي ته اړتيا لرو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر وویل: د ځمکنۍ خپلواکي د مجاهدینو په هڅو ترلاسه شوه او اوس اقتصادي خپلواکۍ ته اړتیا لرو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله؛  د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاء الله عمري د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال او د مشرقيوال تولیدي فابریکې بنسټګر سلطان محمد صافی سره وکتل.

په دې کتنه کې عمري وویل: واردونکي مه اووسئ، بلکه صادرونکی او تولیدونکی اووسئ.

هغه په ​​دې خبرې سره چې مجاهدین سوداګر او پانګه وال د هېواد اقتصادي برخه ده او زیاته یې کړه: د افغانستان ځمکنۍ خپلواکۍ د مجاهدینو په هڅو ترلاسه شوې او اوس موږ اقتصادي خپلواکۍ ته اړتیا لرو.

د کرنې وزارت سرپرست وویل سوداګر او پانګهوال د هېواد د اقتصادي سکټور مجاهدين دي. ځمکنۍ خپلواکي د مجاهدینو په هڅو ترلاسه شوه خو اوس موږ اقتصادي خپلواکۍ ته اړتیا لرو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او د مشرقيوال د دانې د تولیدي فابریکې بنسټګر سلطان محمد صافي وویل: د هر افغان عزت په خپل هېواد کې دی او دا د هر افغان دنده ده، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. موږ د دانې د تولید یوه فابریکه جوړه کړې او اوس هوډ لرو، چې د حیواني درملو د تولید فابریکه هم جوړه کړو.

صافي زياته کړه: «په هېواد کې پانګونه نه يوازې دا چې موږ ته ښه عايد راوړي، ترڅنګ یې خلکو او دولت لپاره هم ګټور دي او د هر افغان پت او عزت په همدې کې نغښتى دى.»

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .