AP ۱۴۰۳ لړم ۹ ۲۰:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85644761
T T
۰ Persons

Tags

د هرات والي د پاشدان بند د پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

هرات- ایرنا- د هرات والي د پاشدان بند یوه له مهمو اقتصادي پروژو څخه وبلله او د پاتې کارونو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، انرژی او اوبو وزارت د کیفیت د کنټرول د پروژو رئیس مولوی محمد جمیل سهیقی او د هرات ولایت والی شیخ اسلام جار نن چهارشنبه د لړم په ۹ مه د پاشدان بند د جوړولو د چارو څخه لیدنه وکړه.

د هرات والي د دغې پروژې له بېلابېلو برخو څخه د ليدنې پر مهال پاشدان يوه له مهمو اقتصادي پروژو څخه ياده کړه او د پاتې کارونو پر چټکتيا يې ټينګار وکړ.

د پاشدان بند د قراردادي شرکت مشر حاجي ابراهیم نظري وویل: د دغه بند د کانال ترڅنګ د دې بند ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او د دې پروژې د پاتې کارونو په بشپړیدو سره به ۱۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د دوه میګاواټه بریښنا د تولید سربیره په کال کې له ٢٠٠ ملیون مترو څخه ډیر اوبه اداره کیږي.

 ده زياته کړه: د دغه بند د جوړولو لګښت ١١٧ ميليونه ډالره دى او د روان کال تر پايه پورې د پاتې کارونو په بشپړيدو سره به په هماغه وخت کې د اوبو ذخیره بهير پيل شي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .