په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت او د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیمونو له لوري د یو شمېر نورو ادارو د استازو په شتون کې د مرکز اسعد اباد ښار له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو.
خبرځاى زياته کړه: د یاد نظارت په ترڅ کې درې کتنځایونه او یو درملتون د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
د پیغام پای/
Your Comment