د ایرنا د خبر له مخې، د صهیونیسټي رژیم رسنیو په دغه راپور کې د صهیونیسټي باخبرې سرچینې په حواله ویلي دي چې نتانیاهو په یوه خصوصي غونډه کې وویل که چیرې د صهیونیسټي رژیم په پارلمان کښې د حزب الله بې پیلوټه الوتکه وویشتل شي نو مونږ به چیرته ځو؟
د دې باخبرې سرچینې په وینا، نتانیاهو دا هم ویلي چې ولې د کنیست غونډه په بل ځای کې نه ده ترسره شوې.
د صهیونیسټ رژیم رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی وو چې د دغه رژیم د کابینې اونیزې غونډې د امنیتی مشکلاتو او د احتمالی حملو د ویرې له کبله له خپل معمول ځای نه بل ځای ته منتقل شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دفتر د امنیت څانګې یو بیړنی لیک سپارلی چې د نتانیاهو په کور کې چي په اشغالي قدس کې د قیساریه په ښار کې موقعیت لري، د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا لپاره د ٢ ملیون شیکلونو (نږدې ٥٢٨٠٠٠ ډالرو) په ارزښت اضافي بودیجه غوښتنه کوي.
دصهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل راپورورکړی دغه غوښتنه یوه اونۍ وروسته له هغې وشوه چې د لبنان له جنوب څخه دحزب الله یوه بې پیلوټه الوتکه په درست ډول په اشغال شوی قدس کې دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر د کوټې په کړکۍ وویشتله او د صهیونیسټ رژیم راډیو هم دا پیښه تایید کړه.
د دغه رپوټ له مخې د نتانیاهو دفتر د هغو ګواښونو د زیاتیدا او اندېښنو له کبله چې د هغه د کورنۍ ژوند او امنیت له ګواښ سره مخامخ کوی، د خپل کور د امنیت د تامینولو لپاره ځانګړی امنیتی تدبیرونه نیولی دی او په دې لړ کې یې له هغه څخه د زیاتو بوديجه غوښتنه کړې ده.
د پیغام پای/
Your Comment