په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست چارواکو نن سه شنبه د لړم په ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې یوه سوداګر په کابل کې د ړندو لپاره د حرفوي زده کړو د انستیتوت پر زده کوونکو خوراکي توکي وېشلي دي.
خبرځاى زياته کړه: په دغو توکو کې اوړه، وريجې، غوړي، چاى او بوره شامل دي چې څه دپاسه ٦٠ تنو له دغو توکو څخه برخمن شوي دي.
د ایرنا په وینا، اوس مهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست د ړندو لپاره د مسلکي انستيتوت تر څنګ د زده کړو ١٥ ځانګړي مرکزونه لري چې د بصري او اورېدلو معلولينو ته په کې مسلکي زده کړې ورکول کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment