په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبه د لړم په ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د یوه ناروغ د سر جراحي د مغزو تومور(نخامیه غده) د هرات په ولایتي روغتون کې د ډاکټرانو له خوا په بریالیتوب سره عملیات وشو.
د هرات ولايت په روغتون کې د دماغي تومور د جراحۍ متخصص ډاکټر برکت الله محمدي وويل: دغه عمليات څه ناڅه پنځه ساعته دوام وکړ او د هغه ناروغ حالت هم عادي دى چې جراحي عمليات يې ترسره کړي دي.
٤٥ کلن غلام محبوب چې له دې جراحۍ وروسته په برياليتوب سره روغ رمټ شو، وويل: په بهر کې د درملنې لپاره پيسې نه درلودې او اوس يې په لږ لګښت په هېواد کې دننه خپله روغتيا ترلاسه کړې ده.
له بلې خوا د حوزوي روغتون ډاکټران او د عصبي ناروغیو د څانګې مسوولین وايي چې په هرات کې د تومور جراحي په څانګه کې اسانتیاوې شته او دوی چمتو دي چې د نورو ناروغانو عملیات هم وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment