موږ د سرطان ناروغانو او د معتادینو درملنې ته ژمن یو/ په زرګونو معتادینو درملنه وشوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د سرطاني ناروغانو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي نن یکشنبه د لړم په ۶ مه په کابل کې د افغانستان په چارو کې د برتانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.

دواړو خواوو په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د سرطاني ناروغانو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د اسانه کولو او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلبولو په اړه خبرې وکړې.

 په دې کتنه کې مولوي نورجلال جلالي وويل: دعامې روغتيا وزارت ژمن دى چې دسرطان ناروغانو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې اسانتياوې برابرې کړي او په تيرو دريو کلونو کې په نشه يي توکو د زرګونو روږدو کسانو د درملنې زمينه برابره شوې ترڅو ددوی ستونزې په اسانۍ سره حل وشي.

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي موسسو همکاري اړینه وګڼله او د بریتانیا د روغتیا له وزیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

 د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د روغتیا په برخه کې د خپل هیواد د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .