په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو نن شنبه د لړم د میاشتې په پنځمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ولیکل: د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د صهیونیسټی رژیم حملې په سختو ټکو غندی.
خبرځای زیاته کړه: د صهیونیسټ رژیم اقدامات د ایران د اسلامی جمهوریت له خاورې په ښکاره سرغړونې سره په سیمه کې د تاوتریخوالی د لا زیاتولو هڅه ده چې په سیمه کې د ناامنۍ حالات لا پسې پیچلی کوی.
د افغانستان دخارجه وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دی چې ټوله نړۍ دنده لری چې په سیمه کې دصهیونیسټ رژیم د لا زیاتو تاوتریخوالو او جنایتونو مخه ونیسی. ده څه باندې یو کال راهیسې د صهیونیسټ رژیم دسیسې نه یوازې په غزې کې حالات خراب کړی دی بلکې نورو هیوادونو ته هم غځیدلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دغه وضعیت دوام په سیمه کې د بشري او امنیتي وضعیت په جدي اندېښنو بدلېدای شي.
د ایرنا په وینا، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون د دغه هیواد اتباعو او سیاستوالو د ایران په خاوره کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو غندنه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment