د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د حکومت ویاند«فاطمه مهاجرانی» نن د لړم په پنځمه نیټه له ایرنا سره په مرکه کې د صهیونیسټ رژیم له خوا د ایران په پوځی مرکزونو د حملې او د دغه هیواد د هوایی ځواک د ځواکمن ځواب په اړه وویل: «د ایران خلک د خپل هیواد په دفاعي ځواک ویاړي او په دې اړه ډاډمن دي.»
د ایران د حکومت ویاند په ځینو خاصو رسنیو کې خپرو شویو جعلی تصویرونو ته په اشارې سره تاکید وکړ: لکه څنګه چې د ایران د هوایی مدافعې د نظام د رسمی بیانونو ښودنه کوی، یوازې محدود تاوانونه اوښتی دی او د ګرانو هېوادوالو لپاره پکار ده چې هوښیار واوسی او له افواهات ځان وژغوری او خبرونه یوازې د رسمي رسنیو او هوایی ځواک بیاناتو څخه تعقیب وکړي.
هغه په دې باندې په تاکید سره چې ایران یو پیاوړی او ځواکمن هېواد دی او له دغه ډول شرارت سره به د ستونزو سره مخامخ به نه شی، وویل: دغه هېواد اوس په نورمال حالت کې دی او حتی د سهار له نهو بجو څخه الوتنې هم خپل عادي حالت ته ستنې شوې دي.
مهاجرانی د ایران د هوايي ځواک د ځواکمنتیا او هوښیارۍ د قدرونې په ترڅ کې زیاته کړه: باید د هېواد د ځوانانو ځواکمنتیا او زړورتیا چې په خپلو کړنو سره یې د ایرانیانو ملي غرور راژوندی کړ، آفرین ووایو.
د ایرنا د خبر له مخې، د دغه هیواد د هوایی اډې د عامه اړیکو مسئول په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د هیواد هوایی سیسټم په بریالیتوب سره د تهران، خوزستان او ایلام په ولایتونو کې په پوځی مرکزونو د صهیونیسټ رژیم د حملو مخنیوی او مقابله وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment