په تېرو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت په تېرو نهو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته د څه باندې ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات د صادرولو خبر اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د رسنیو دفتر نن شنبه د لړم ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

 په دغو محصولاتو کې پنبه، مڼې، زردالو، انګور، اینجه، ممیز، بادام، بادنجان رومي، زعفران، پیاز، زیړه، د مۍ، لوبیا، پسته، تنباکو، کچالو، طبي بوټي او بادرنګ شامل دي.

 خبرځای زیاته کړه: دغه کرنیز محصولات د ایران د اسلامی جمهوریت، پاکستان، ترکیې، جرمنی، متحده عربی اماراتو، هند، چین، روسیې، هالینډ، قزاقستان او نورو هیوادونو ته صادر شوی دی.

د پیغام پای/ 

Your Comment

You are replying to: .