په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دایکنډي ولایت د تاق عروس او مهاجرینو ښوونځيو د څه باندې ۶۶۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شوي او کټه اخيستني ته وسپارل شول.
د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي په دې اړه وويل: د طاق عروس د لېسې پر ترميم ٣٥٠ زره ډالره او د شهرک مهاجرين لېسې پر ودانۍ ٣١٣ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې ټول اړين اړتیاوې لري او لګښت يې د دوو بنسټونو په همکارۍ ورکړل شوى دى.
د دايکنډي ولايت د پوهنې رييس د دغو ښوونځيو له مسوولينو او زده کوونکو څخه وغوښتل چې د خپلو ښوونځيو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment