د ایرنا خبري اژانس عمومي مشر: دصهیونیسټ رژيم مشرانو د حملې په وخت کې ژوره اندیښنه درلود

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د خبري آژانس (ایرنا) مشر لیکلي: په داسې حال کې چې ځینو بهرنیو رسنیو ادعا کړې چې د ایران خلک د اشغالګر رژیم له کړنو اندیښمن دي، انځورونه څرګندوي کله چې پر ایران د یرغل امر صادریږي، د صهیونیسټ رژیم د مشرانو په مخونو کې ژوره اندیښنه موجود وه.

د ایرنا د خبر له مخې،  د ایرنا د خبری اژانس عمومی مشر حسین جابري انصاری نن د شنبه د ورځی د لړم په ۵ نیټه په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: په داسې حال کې چې ځینو بهرنیو رسنیو ادعا کړې ده چې د ایران خلک نن سهار د غاصب او تیریګر صهیونیسټ رژیم د اقداماتو په اړه چې په ایران کې د ځایونو په نښه کولو لپاره یې اندېښمن کړي دي، خو انځورونه یو بل حقیقت بیانوي.

 هغه زیاته کړه: کله چې په ایران د حملې حکم صادریږی د صهیونیسټی رژیم د مشرانو په مخونو کښې ژوره ویره شتون لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .