د ایران او چین مشرانو د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا او په غزه او لبنان کې د اوربند په رامینځته کولو ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت او چین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او په غزه او لبنان کې د اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د لړم د میاشتې په دوهمه نېټه د چهارشنبې په ماښام روسیې ته د خپل سفر د پلانونو په دوام د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنه کې وویل: متقابل باور به په ګډو کړنو او پروژو سره عملي شي.

هغه څرګنده کړه: زموږ اړيکې بايد د يو مشخص چوکاټ او مهالوېش له مخې د اقتصادي همکاريو د ګډ کميسيون په چوکاټ کې د برد-برد په مقصد وي، دغه ډول تعامل به د اړيکو د ژورتيا سبب شي. 

 د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې چین زمونږ دوست او ترټولو مهم سوداګریز شریک دی، څرګنده کړه: مونږ باور لرو چې د یو بل په مرسته به د لویدیځو هیوادونو د استبداد په وړاندې ودریږو. زه شخصاً له چين سره د اړيکو د پراختيا څارنه کوم او له خپلو همکارانو سره مرسته کوم چې د پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه له منځه يوسم او د فيمابين همکارۍ کچه لوړه کړم. 

 ډاکټر پزشکیان د خپلې وینا په یوه بله برخه کې دې ته په اشاره چي هغه څه چې نن زمونږ په سیمه کې سوله له خطر سره مخامخ کړې ده له صهیونیسټ رژیم سره د امریکا او ځینو لویدیځو هیوادونو بې دلیله ملاتړ دی، زیاته یې کړه: دغه رژیم له ټولو سرې کرښې څخه سرغړونه کړې او د بې ګناه خلکو او ملکي وګړو په وژلو سره یې ثابته کړې ده چې هیڅ ډول بشري او قانوني اصول نه مراعات کوي.

 له دې سره سره چې د ایران اسلامي جمهوریت له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې او د صهیونیسټي رژیم له خوا په تهران کې د خپل رسمي مېلمه له وژلې څخه د دفاع مشروع حق لري، موافقه وکړه چې په سیمه کې د سولې او په غزه کې د اوربند په رامنځ ته کولو کې د دې حق څخه سترګي پټي کړي، خو موږ ولیدل چې صهیونیسټانو د سولې او اوربند پر ځای په خپلو جنایتونو کې شدت ورکړ او حتی لبنان ته یې خپله جنګ حلقه پراخه کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .