AP ۱۴۰۳ لړم ۲ ۲۱:۰۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85637555
T T
۰ Persons

Tags

ملا عبدالغني برادر د سالنګ د لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن چهارشنبه د لړم ۲ مه د سالنګ لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د اقتصادي مرستیال د قراردادي شرکتونو مسوولینو، تطبیق کوونکو ټیمونو او فني کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، د هېواد د ابادۍ لپاره باید په ګډه کار وکړو او دا د ویاړ ځای دی چې تاسو یې په بیارغونه کې برخه اخلئ. 

 د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر نظارت لاندې له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد شوی، چې اوسمهال یې له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د سي ټي بي او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار جریان لري.

 د یادو ګالریو پر بیارغونې سربېره په شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار هم جریان لري.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .