بین الوزارتي کمېټه د سلګونه مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پر وړاندې شوو طرحو بحث وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د اقتصاد معاونیت د بین المللي کمیټې په غونډه کې په کور دننه د سلګونه مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پر وړاندې شوو طرحو بحث وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال راپور ورکوي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ د لدم په ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

اقتصادي معاونیت زیاتوي: دې غونډې ته له اجنډا سره سم په جوزجان ولایت کې له طبیعي ګازو د ۵۰مېګاواټه، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه، په کابل ولایت کې له جامدو کثافاتو او په سمنګان ولایت کې د لسګونو مېګاواټه بادي برېښنا د تولید، د کرنیز کمپلکس پر طرحې او همدا راز په غزني ولایت کې د پنځه زره ټنه ظرفیت په درلودو سره د سړې خونې د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

همدارنګه په غونډه کې د یادو طرحو له هراړخیزې ارزونې وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د یادو طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

 وروستی پیغام/

Your Comment

You are replying to: .