په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال راپور ورکوي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ د لدم په ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
اقتصادي معاونیت زیاتوي: دې غونډې ته له اجنډا سره سم په جوزجان ولایت کې له طبیعي ګازو د ۵۰مېګاواټه، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه، په کابل ولایت کې له جامدو کثافاتو او په سمنګان ولایت کې د لسګونو مېګاواټه بادي برېښنا د تولید، د کرنیز کمپلکس پر طرحې او همدا راز په غزني ولایت کې د پنځه زره ټنه ظرفیت په درلودو سره د سړې خونې د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.
همدارنګه په غونډه کې د یادو طرحو له هراړخیزې ارزونې وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د یادو طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
وروستی پیغام/
Your Comment