د دولتي ځمکو د بیرته ستنیدلو دوام: په غور کې څه باندې ۴۲۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په غور ولایت کې د څه باندې ۴۲۲ جریبه ځمکې دولتي اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په دوهمه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په غور ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي کمېټې ۴۲۲،۷ جریبه ځمکه دولتي تثبیت وکړه.

 دغه هيئت د غور ولایت د ګولډره غلمین د ۳۷۱ جریبه او د بادګاه په سیمه کې د ۵۱ جریبه ځمکې دوسیه وڅېړله.

 تخنیکي هیئت د دغو دوسیو له څیړلو وروسته د ځمکې دواړه قطعه ځمکه دولتي تثبیت کړل او پریکړه یې وکړه چې دغه دوسیې دې د وروستۍ پریکړې لپاره د ځمکو د غصب مخنیوي مرکزي کمیسیون ته واستول شي.

 دغه پلاوي په غور ولایت کې د غصب شویو ځمکو په ګډون د ځمکو د غصب ځینې نورې قضیې هم وڅېړلې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .