یوناما د افغانستان د پولو د بندیدو د ستونزې د حل لپاره له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره خبرې کوي

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر(یوناما) مشر له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د افغانستان د پولو تړل د افغان بزګرانو په زیان وګڼل او وویل: یوناما د دې ستونزې د حل لپاره له ګاونډیو او سیمې سره خبرې کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په دویمه نېټه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

مېرمن روزا اتنبایوا له افغانانو سره د اسلامي امارت د چارواکو او مشرانو پر لیدنو خوښي څرګنده کړه وې ویل، له افغانستان څخه بهر یې د خپل وروستي سفر په لړ کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړي چې یوناما د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده.

اوتنبایوا د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د پولو تړل د افغان بزګرانو پر زیان وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت دې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي، یوناما هم ددغو ستونزو د حل هڅې کوي.

 هغه په کابل کې وروستي سوداګریز نندارتونونه د افغان محصولاتو د معرفي کېدو لپاره ارزښتمن وبلل وې ویل، په نږدې راتلونکي کې به یوناما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل: په افغانستان کې د نشه يي توکو د لمنځه تللو، بدیل کښت او روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ هوډ لري. نوموړې له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون د کار پیل غوره اقدام وباله.

 مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم بولي او وویل: له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي. 

 هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي، که چیرې له کوم لوري سره اندېښنه وي اسلامي امارت په هغه اړه ورسره خبرې کولای شي. همداراز دې یوناما د یو شمېر مسائلو په هکله مسؤلانه چلند وکړي.

د حکومت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون په کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره، له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه او پر یو شمېر اړینو موضوعګانو خبرې وشي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .