AP ۱۴۰۳ لړم ۲ ۱:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85636300
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېر شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند د تېر کال په پرتله د هېواد د غنمو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع نن سه شنبه د لړم په لومړۍ نېټه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: په ۱۴۰۳ کال کې ۴٫۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي دي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه‌اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل پر بنسټ د هېواد په کچه په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي چې له مخې یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴٫۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي دي او دا ارقام د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه اټکل له مخې، سږ کال په هېواد کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ځمکه ۱۲،۲ میلیونه هکتاره ده، چې ۱،۳۸ میلیونه هکتاره اوبیزه او ۷۳۶ زره هکتاره للمي ځمکه ده.

 خبرځای زیاته کړه: ترلاسه شویو ارقامو ته په کتو د غنمو تر کښت لاندې ساحه په دې کال کې شاوخوا ۷۰ سلنه د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه رانغاړي.

همدارنګه لاسته راغلي ارقام ښيي، چې په روان کال کې د تېر کال په پرتله ۲٫۸ سلنه تر کښت لاندې اوبیزو او ۸٫۲ سلنه تر کښت لاندې للمي ځمکو کې زیاتوالی راغلی او عمده لامل یې هم د کوکنارو پرځای د غنمو کښت او پر وخت د موسمي بارانونو زیاتوالی دی. 

تر ټولو زیات پر اوبیزو ځمکو د غنمو کښت په هلمند، کندهار، فراه او کندوز او ترټولو زیات للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې د نفوسو اټکل ته په کتو په ټول هېواد کې ۶.۸۲ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا ده چې د سږ کال د غنمو حاصلاتو ته په پام سره د څه باندې دوه میلیونه متریک ټنو کموالی ښيي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .