د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړیتوب دی/ سیمه ییز چارواکي باید له خلکو سره مشوره وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي: د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن سه شنبه د لړم په لومړۍ نېټه د بغلان ولایت د بورکې او نهرین ولسوالیو له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.

یادو مسؤلینو د حکومت او ولسونو تر منځ رغنده اړیکو ته په اشارې وویل، په بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته او پر وخت یې لاسنیوی د ولسونو د رضایت سبب شوی او اسلامي امارت د امکان تر بریده مرستې تر ځايي وګړو رسولي دي.

 دوی زیاته کړه، په نهرین او بورکې ولسوالیو کې د یو شمېر بنسټېزو پروژو چارې روانې دي، اما ولسونه د لاډېرو پراختیايي پروژو غوښتنه کوي.

 دوی د جوماتونو، استنادي دېوالونو او سړک جوړولو او په نورو برخو کې هم د خلکو وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: تر خپل توان ولس ته د خدمت هڅه وکړئ او د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه د خلکو سلا مشورې واورئ.

 هغه زیاته کړه، د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړیتوب دی او د بورکې او نهرین د خلکو د یو لړ ستونزو د حل په موخه له اړوندو او مرستندویه ادارو سره خبرې شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .