په کابل کې د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمری نن سه شنبه د لړم په لومړۍ نېټه، په خوست ولایت کې د مشرانو او حکومتي مسوولینو په یوه ستره غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې، احیا، پراختیا او معقولې ګټې اخیستنې په اړه خبرې وکړې.
مولوي عطاالله عمري په خپلو خبرو کې د ځنګلونو ساتنې ته د یوې طبیعي پانګې په توګه ځانګړې پاملرنه وکړه او ویې ویل: د دغو ځنګلونو اصلي ګټه تاسو خلکو ته رسېږي؛ تاسو له اکسیجن، پاکې هوا، ښکلي چاپېریال او مېوو څخه ګټه اخلئ. د دې سرچینو د لا ښې ساتنې او پراختیا لپاره باید هڅه وکړو چې راتلونکي نسلونه یې وکاروي او موږ ته د خیر دعا وکړي.
نوموړي همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي کې مرسته وکړي او له حاضرینو څخه یې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د اغېزناکو لارو چارو په اړه د نظرونو غوښتنه وکړه.
د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم د ځنګلونو پر اهمیت ټینګار وکړ او د خلکو سره یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه چې ټول سیمهییز مسوولین به په دې برخه کې په جدیت سره کار وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment