په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن شنبه د تله ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې لومړی د کابل ښار د فاضل بیک د اوسېدونکو پر عريضو ورپسې د سرپل ښار د واټونو او د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د مشهور بازار سره سره د هېواد په کچه پر هغه موضوعاتو بحث وشو، چې د خلکو او قومونو لخوا یاد کمېسیون ته د واټونو، بازارونو او څلورلارو د نومونو په خاطر عارض شوي وو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير مولوي عتيق الله عزيزي ددغه کميسيون له غړو وغوښتل چې دخلکو او قومونو شکايتونه په دقت سره وڅيړي ترڅو دخلکو ترمنځ د نفاق او کرکه دپياوړتيا مخه ونيول شي.
عزيزي زياته کړه: په نوو واټونو، څلور لارو او مقدسو ځایونو بايد د اشخاصو پر ځای هغه نومونه کېښودل شي او غور ورباندي وشي، چې دیني او ملي نسبت او په خلکو کې ارزښت ولري.
هغه د ټاکل شوې کمېټې له غړو غوښتنه وکړه، چې د هغو سیمو چې د نومونو په سر اختلاف لري، له مشرانو،ادیبانو، محققينو او د ګذر له وکیلانو سره له نژدې لیدنه وکړي، اسناد یې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي، تر څو اختلافات له منځه لاړ شي.
د ایرنا د راپور له مخې پر افغانستان د امریکا د شل کلنې اشغال په وخت کې د دغه هیواد زیاتره واټونه او چوکونه د ګوندونو د مشرانو په نومونو ونومول شول.
د پیغام پای/
Your Comment