AP ۱۴۰۳ تله ۲۸ ۲۱:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85632930
T T
۰ Persons

Tags

مفتي عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین وټاکل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت مشر په خپلو نویو ګمارنو کې مفتي عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه وټاکه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د تله ۲۸ مه په خپله یوه پاڼه کې لیکلي: د سرپرست حکومت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې، د مالیې وزارت د ګمرکونو مخکنی لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د همدې وزارت د عوائدو او ګمرکاتو د معین په توګه ټاکل شوی دی.

 د حکومت مشر د حکم له مخې، د پلټني عالي ادارې مخکنی مالي او اداري مرستیال مولوي محمد نبي محمدي، د احصائیې عمومي ادارې د نفوسو د احوالو د ثبت معاون په توګه.

 د سرپرست حکومت مشر د کندهار د څلورمې امنیتي حوزې پخوانی قوماندان عبدالعلي ملا اغا د تخار ولایت د امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .