د کریات شمونا یوه صهیونیسټي میشته سیمه په بشپړه توګه تخلیه شوه

کابل- ایرنا- د لبنان د حزب الله له وروستي راکټي برید وروسته صهیونیسټي ترهګر رژیم پریکړه وکړه چې د کریات شمونا ښار د صهیونیسټي میشته ښارګوټي په بشپړه توګه خالي کړي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، صهیونیسټي ترهګري رژیم پنجشنبه د تله په ۲۶ نیټه په کریات شمونه ښار کې د پاتې کسانو ته خبر ورکړ چې د بشپړه تخلیه لپاره یې چمتووالی ونیسي.

د کریات شمونا اوسیدونکو ته اعلان شوی چې دوی باید له ښاره ووځي او طبریا ته لاړ شي.

د ایرنا د خبر له مخې د لبنان حزب الله (پنجشنبه) په خپله لومړنۍ بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسلامی مقاومت د غورځنګ مجاهدینو د اشغال شوی فلسطین په شمال کې د کریات شمونا په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم په څو توغندیو وویشتله.

د صهیونیسټي ترهګرې رژیم رسنیو هم د لبنان له لوري د دغه ښار په لور لږ تر لږه د لس توغندي توغولي خبر اعلان وکړ. دغو رسنیو اعلان وکړ چې د دغو توغندیو له جملې څخه لږ تر لږه نیمايي یې په کریات شمونا او شاوخوا سیمو لګیدلي دي.

د دغو رسنیو په وینا، د حزب الله راکټي بریدونو په دغو سیمو کې د پراخو اور لامل شوی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .