ځان بسیا د سیمې او نړۍ په ګټه ګڼو/افغانستان د نړۍ او سیمې لپاره د پام وړ کرنیز محصولات لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي: مونږ، ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه ګڼو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، پنجشنبه د تله په ۲۶ مه د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو د ۳۱م نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وینا خبر ورکړ.

د سرپرست حکومت سياسي مرستيال وويل: افغانستان د نړیوالو او سیمه ییزو لپاره د خوښې وړ با کیفیته کرنیز محصولات لري،خو له بده مرغه چې اکثره وخت دغه محصولات نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي، هیله ده سږ کال د افغانستان تازه او وچې مېوې د تېر کال په پرتله په لوړ کمیت او کیفیت بهر ته صادرې شي.

هغه زياته کړه: افغانستان مېوې او نور تولیدات په ځانګړنې توګه قالینې به له دې وروسته د افغانستان په نامه بهرنیو هېوادونو  ته صادرېږي او افغانستان به په نړیوال اقتصادي میدان کې خپل ځای او نوم  نیسي.

مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه: اسلامي امارت له خپلو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو څخه په هره ممکنه طریقه ملاتړ کوي او دا د ټولو دنده ده چې افغاني تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسوي.

 هغه زیاته کړه: د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور ښه ظرفیتونه لري او په کورنیو او بهرنیو شرکتونو او کمپنیو یې غږ وکړ چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې پانګونه وکړي. 

 مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت هوډ لري، چې د کرنې په مکانیزه کولو او د اوبو رسولو سیستم په عصري کولو سره د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، په دې برخه کې  د نړیوالو ادارو او خصوصي پانګوالو ونډه مهمه ده. 

نوموړي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته وویل چې په هېواد کې د لبنیاتو، اصلاح شویو تخمونو او د کرنې مکانیزه کولو ته اساسي پاملرنه وکړي او  مسوولې ادارې دې په هغو پروژو تمرکز ډېرکړي چې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا، ځوانانو ته د کار په موندلو او بزګرانو ته د ډېر عاید په برابرولو کې مهمې ثابتېږي.

 عبدالکبیر زیاته کړه: اسلامي امارت غواړي افغانستان د غلو دانو له اړخه پر ځان بسیا کړي. د همدې لپاره د قوشتېپې کانال، د لغمان شاهي کانال او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوبو د مهارولو د بندنو او کانالونو جوړل پیل کړي دي.

 مولوي عبدالکبير په ګاونډیو او د سیمې هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي، لارې بندې نه کړي او اجازه ورکړي چې د افغانستان کرنیز محصولات او تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

 د افغانستان د سرپرست حکومت دغه چارواکي ټینګار وکړ چي اسلامي امارت په خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمي او نړۍ په ګټه بولي، له همدې امله له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د زېربناوو په جوړولو او اقتصادي پیاوړتیا کې پانګونه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .