AP ۱۴۰۳ تله ۲۶ ۰:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85630159
T T
۰ Persons

Tags

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ: ٢٩ تنه د غلا او غير قانوني ښکار په تور ونيول شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د هېواد له شپږو ولایتونو څخه د ۲۹ تنو د غلا او غیر قانوني ښکار په تړاو د نیول کېدو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو چهارشنبه د تله ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹ تنه د غلا، غیر قانوني ښکار او نورو جنايي جرمونو په تړاو له شپږو ولایتونو څخه نیولي دي.

 خبرځاى زياته کړه: له دغو کسانو څخه، ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په کندز، څلور غله په غزني، څلور تنه د موټرونو د غلا په تړاو په هرات، څلور غله په اورزګان، څلور تنه د الوتونکو ناقانونه ښکار په تړاو په نیمروز او دوه تنه په بلخ کې د قمتي ګاڼو د پلور په تړاو نیول شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .