متقی:  هیله من یم چې د یوناما د نوي سیاسي مرستیال په راتګ سره به د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه چې د یوناما د نوي سیاسي مرستیال په راتګ سره به د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې په سیاسي برخه کې نورې هم پیاوړې شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو نن دوشنبه د تله ۲۳ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا سره ولیدل.

په دې کتنه کې اغلې اوتونبایوا د یوناما نوې سیاسي مرستیاله مېرمن جورجیت ګانیون د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته ور وپېژندله او د افغانستان په ګډون یې په بېلابېلو هېوادونو کې د هغه کاري تجربو په اړه معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقی هیله څرګنده کړه، چې د مېرمن ګانیون په راتګ سره به په سیاسي ډګر کې د افغانستان او ملګرو ملتونو اړیکې نورې هم غښتلې شي او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. 

په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان د فعاليتونو په بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .