په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال راپور له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ د تله په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه وویل چی د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېیمي پلې لواء د لومړي پیادہ کنډک په ورکشاپ کې د تخنیک آمریت اړوندو مسلکي منسوبینو له لوري ۱۷ عرادې بېلا بېل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
چارواکو اعلان وکړ: په دغو وسایطو کې ۱۲ عرداې زغره وال هاموي ټانګونه، ۷ عرادې اِنټرنېشنل، ۴ عرادې رنجر او یوه عرادہ امبولانس شامل وو.
ایرنا راپور ورکوي، په افغانستان کې د امريکا له ماتې وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت د امريکايي پوځي وسايطو د ترميمولو بهير د ملي دفاع وزارت تر څارنې لاندې پيل کړي دي او تر اوسه په زرګونو پوځي وسايط ترميم شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment