په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغاني سرې میاشتې چارواکو یکشنبه د تله ۲۲ مه په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له رئیس حسین یونس سره د دغې ادارې د مشر شهاب الدین دلاور د کتنې خبر ورکړ.
دواړو خواوو د قطر د حکومت په مالي مرسته د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې وکړې.
دلاور د قطر له خوا د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د لسو روغتيايي مرکزونو بيارغونه له اړمنو کسانو سره د مرستې په برخه کې اغېزمنه وبلله او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي د قطر د سرې مياشتې له رئيس څخه وغوښتل، چې د ژمي د موسم له رارسېدو وړاندې د پاکو اوبو د څاګانو په کيندلو کې هم همکاري وکړي او له کونډو، يتيمانو او راستنېدونکو کډوالو کورنيو سره هم مرسته وکړي.
د قطر د سرې مياشتې مسوول په افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو جوړول مهم وبلل او زياته يې کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د طرحې له مخې د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره په همغږۍ د روغتيايي مرکزونو د جوړولو او بيارغونې چارې پيل کړي.
د پیغام پای/
Your Comment