ایران: دصهیونیسټ رژیم لخوا په قصدي ډول دبشري تاسیساتو په نښه کول ښکاره جنګي جنایت دی

کابل- ایرنا- په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي په سوریه کې پر ایراني سرې میاشتې د اسرائیلو د تروریستي برید په اړه امنیت شورا ته په یوه لیک کې ویلي: په قصدي ډول د بشردوستانه او روغتیايي مرکزونو په نښه کول د اسرائيلو رژيم له نړيوالو بشري قوانينو څخه ښکاره سرغړونه ده او د نه منلو وړ جنګي جرم ګڼل کيږي.

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی امیر سعید ایروانی نن ​​شنبه د تله په ۲۱ مه د امنیت شورا مشر پاسکال کریستین او ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې د ایران سرې مياشتي د بشري مرستو په انبار کې د صهيونېسټ رژيم د ترهګرې حملې په باره کې زياته کړه: په بشري مرستو دغه وحشيانه حمله د نړيوالو قوانينو څرګنده خلاف ورزي او د انسانانو د ژغورنې د هلو ځلو خلاف يو وحشيانه عمل دی.

 ایرواني زیاته کړه: دا بشردوستانه مرکز د ایران د سرې میاشتې لخوا یوازې د لبنان بې ځایه شویو ملکي وګړو او د اسرائیلي رژیم د پرله پسې او وحشیانه تیریو قربانیانو ته د حیاتي مرستې رسولو لپاره رامینځته شوی او د داسې جنایاتو د ځپلو لپاره د حیاتي لیک په توګه کار کاوه.

 په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت لوړرتبه ډیپلوماټ په دوام کې وویل: د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ادارې په رسمی توګه د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته د بشری مرستو د دغه مرکز د جوړولو د نیت خبر ورکړ. خو په دغه وحشیانه او ترهګریز برید کې د مرکز د پاکو بشردوستانه اهدافو سره سره، تاسیسات او تجهیزات په بشپړه توګه ویجاړ شول.

 ایروانی وويل: د ايران اسلامي جمهوريت له امنيت شورا څخه غوښتنه کوي چې دغه وحشيانه جنايت په سختو ټکو وغندي او د صهيونيسټ رژيم د نورو سرغړونو د مخنيوي لپاره فوري او پرېکنده اقدامات وکړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .