له صهیونیسټي ترهګر رژیم سره د نړۍ د کرکې زیاتوالی: نیکاراګوا له صهیونیسټ رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې

کابل- ایرنا- د صهیونیسټي تروریستي رژیم په وړاندې د نړیوالو له نفرت وروسته د نیکاراګوا حکومت صهیونیسټ رژیم فاشیست او د نسل وژنې مرتکب وباله او له دغه رژیم سره یې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ختمولو اعلان وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د نیکاراګوا حکومت نن د شنبې په ورځ د تله په ۲۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په فلسطیني سیمو باندې د اسرائیلو د حملو له کبله یې له دغه رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې دي.

د جمعې په ورځ، د نیکاراګوا کانګرس یو پریکړه لیک خپور کړ چې د هیواد له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اکتوبر د اوومې نیټې د برید د کلیزې په مناسبت په دې برخه کې اقدام وکړي.

د نیکاراګوا حکومت وویل: د فلسطین په خلاف د صهیونیسټ رژیم پوځی تیری په لبنان کې پراخ شوی او سوریې، یمن او ایران ته یې سخت ګواښ کړی دی.

 د نیکاراګوا د بهرنیو چارو وزیر والدراک خائنتشکه د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د خپلې وینا په وروستیو کې په نړۍ کې په اوسني ظالمانه حکم نیوکه وکړه او د فلسطین او لبنان د خلکو په خلاف یې د صهیونیسټي رژیم او د هغه د متحدینو نسل وژنه وغندله.

 هغه د امپریالیستي هیوادونو په دښمنانه سیاستونو چې د نور هیوادونو په ضد چي ددوي وحشت ته نه تسلیمیږي، نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: مونږ د نیکاراګوا او د ایران، کیوبا، سوریې او وینزویلا په شمول د خپلو دوستو هیوادونو په وړاندې د نړۍ د ظالمو قدرتونو اقدامات په کلکه غندو.

 صهيونېسټ رژيم د امريکې په ملاتړ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه د غزې د تړانګې د اوسېدونکو په خلاف وحشيانه جګړه پيل کړې ده چې په نتيجه کې يې د پراخې تباهۍ او مرګونې قحطۍ تر څنګ په زرګونو فلسطينيان چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي، شهيدان او ټپيان شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .