په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن پنجشنبه د تله ۱۹ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چي د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د کندز ولایت یو شمېر مشرانو، مخورو او شخصیتونو سره وکتل.
ویناوالو په هیواد کې د سراسري امنیت او ثبات په رامنځته کیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې اسلامي امارت په هیواد کې د زرګونو علماو او نورو هیوادوالو د سرښندنو په پایله کې تاسیس شو چې د افغانستان ټول ملت لپاره د ویاړ ځای دی.
دوی زیاته کړه چې د هیواد ټول علماء د نظام د ټینګښت او د خلکو د ذهنونو د روښانولو لپاره سره یو ځای ولاړ دي او د اسلامي امارت له مسؤلینو سره په ګډه کار کوي.
مولوي عبدالسلام په دې کتنه کې د اسلامي امارت د نظام د ټینګښت په برخه کې د هېواد د علماوو له سرښندنو مننه وکړه.
د سرپرست حکومت اداری مرستيال ټينګار وکړ: د هېواد ټول علما او مشران د هېواد د بچيانو د ښوونې او روزنې د مسووليت ترڅنګ، د خلکو د بېلابېلو برخو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ د پياوړتيا لپاره هم مکلفيت لري او د دې لپاره اړين دي. موږ ټول د یو سوکاله او پرمختللی افغانستان د جوړولو لپاره هلې ځلې کوو.
د پیغام پای/
Your Comment