په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستیال دفتر(یوناما) چارواکو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوناما د اسلامي امارت د زندانونو د څارني څانګې د ژمنو هرکلی کوي چې د بندیانو د وضعیت د ښه والي او زندانونو ته د بشري حقونو د ټیمونو د دوامداره لاسرسي ډاډ ورکوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل: د بشري حقونو د وضعیت څارنه او راپور ورکول د هغه ماموریت یوه مهمه برخه ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا موږ ته راکړل شوي دي او زه د زندانونو د تنظیم د ادارې د دوامدارې ژمنې هرکلی کوم ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې زموږ د بشري حقونو ټیمونه د ښځو د زندانونو په ګډون په ټول هیواد کې زندانونو ته اړین لاسرسی لري.
هغه زیاته کړه: ټول بندیان بنسټیز حقونه لري او موږ ګډې ګټې لرو چې د دغو حقونو په پوره درناوي ډاډمن شو.
همدا راز د اسلامي امارت د زندانونو د چارو له رئیسې اوتونبایوا سره په لیدنه کې د زندانیانو د ښې ساتنې په موخه د زندانونو د خدمتونو د تخصصي اړتیا په ګډون د زیانمنونکو بندیانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د کافي حقوقي مرستو د خدمتونو د نشتوالي په اړه یو لړ اندیښنې څرګندې کړې او دا چي څنګه د جزايي عدلي سیسټم ننګونې - په شمول د نیول کیدو لوړه کچه او د واکمنې ادارې قضایی چارواکو لخوا د اوږدې مودې بند محکومول - په زندانونو خورا ډیر فشار راوړي.
د بندیانو د بنسټیزو حقونو ساتنه، او د جنایي قضایي سیسټم ننګونې - د نیول کیدو لوړه کچه او د واکمنې ادارې د قضایي چارواکو لخوا د اوږده بند سزاګانو صادرول - په زندانونو خورا ډیر فشار راوړي.
په دې خبرو کې د پلچرخي زندان لیدنه هم شامله وه، چې تر پنځو زرو ډېر بندیان پکې ساتل کېږي. اوتنبایوا خبر ورکړ چې په دې زندان کې د بندیانو شمیر مخ په زیاتیدو دی، ځکه چې هره ورځ د تسلیم شویو بندیانو شمیر د خوشې شویو بندیانو په تناسب دير دی.
اوتنبایوا وویل: زه لاهم د دې فرصت څخه مننه کوم چې له ښځینه بندیانو سره ووینم او د قانوني مرستې نشتوالي په شمول د دوی ستونزې په مستقیم ډول واورم. په قضایي سیسټم کې د بندیانو د حقونو د ساتنې لپاره لا زیات کار ته اړتیا ده، چې پکې د حقوقي مرستو، پر وخت محاکمه او د بند د بدیلونو برابرول شامل دي. زه هیله لرم چې په افغانستان کې د خپلو پراخو تعاملاتو په لړ کې په دې برخه کې نور پرمختګونه هم ترلاسه کړو. د یوناما مشر زیاته کړه: «موږ باید خپلې هڅې د زیاتو زندانیانو له بنسټیزو لاملونو سره پر مبارزې متمرکزې کړو.»
د پیغام پای/
Your Comment