په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري نن پنجشنبه د تله ۱۹ مه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د دولت د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و، د طوطي میدان د ګازو د استخراج او اکتشاف تړون له ازبک شرکت سره لاسلیک کړ.
د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه ډالره او د لسو کلونو په موده کې یو میلیارد ډالر پانګونه کوي او په لومړیو دوو کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د فاریاب ولایت د طوطي د ګازو زیرمې څه د پاسه اوه زره کیلومتره مربع مساحت لري او د استخراج په پیل سره به د هیواد د ګازو تقاضا تر یوې اندازې کافي شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول په زرګونو هیوادوال ته د کاری فرصت رامنځته وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment