د طوطي میدان د ګازو د استخراج تړون د کانونو وزارت او یوه ازبک شرکت ترمنځ لاسلیک شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ازبک شرکت سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت د طوطي میدان د ګازو د استخراج لس کلن تړون لاسلیک کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري نن پنجشنبه د تله ۱۹ مه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د دولت د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و، د طوطي میدان د ګازو د استخراج او اکتشاف تړون له ازبک شرکت سره لاسلیک کړ.

د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه ډالره او د لسو کلونو په موده کې یو میلیارد ډالر پانګونه کوي او په لومړیو دوو کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د فاریاب ولایت د طوطي د ګازو زیرمې څه د پاسه اوه زره کیلومتره مربع مساحت لري او د استخراج په پیل سره به د هیواد د ګازو تقاضا تر یوې اندازې کافي شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول په زرګونو هیوادوال ته د کاری فرصت رامنځته وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .