د افغانستان او ایران ترمنځ د هوکړه لیکونو د تطبیق په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال د شوې هوکړې د عملي کېدو په اړه د دوه اړخیزې غونډې په کابل کې جوړه شوه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله ۱۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزی او د اسلامی جمهوریت د سیستان او بلوچستان ولایت د والي محمد کریمي په مشرۍ د هغو موافقو د اجرا په اړه غونډه وشوه چي ایران ته د ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال هوکړه شوي وشوه.

 خبرځاى زياته کړه: په دغه کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر خاص استازي او په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت مشر حسن کاظم قمي هم شتون درلود.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د چابهار بندر او د ازادې حوزې په اړه د هغو هوکړو د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې چې د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د صنعت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه شوې دي. 

 په دې کتنه کې د چابهار بندر په رقابتي ظرفیت باندې په ټینګار سره د لا زیاتو بحثونو په خاطر د دواړو لورو یو تخنیکي کمیټه مکلف شول چې د موافقتنامې د عملي کولو لپاره کار وکړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .