په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د هندوستان هېواد د انفرا سټرکچر پراجکټس د کان کیندنې شرکت د دفتر رئیس سرینواش اکاپیډي او مل پلاوي سره وکتل.
سرینواش اکاپیډي د یاد شوي شرکت د کارونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: دا شرکت د کانونو په برخه کې له دېرشو کلونو څخه د زیاتې کاري تجربې، انجنیرانو او روزل شویو متخصصینو په درلودلو سره فعالیت کوي، دوی دغه راز د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګاز په برخه کې د خپله پانګوني لېوالتیا وښوده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دوی لېوالتیا وستایله او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو د قانون او طرزالعملونو له مخې د پانګونې د زمینې په برابرولو کې به له دوی سره همکاري وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment