په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ د تله په دیارلسمه نېټه د افغانستان په اړه د مسکو فارمت په غونډه کې له غربي هېوادونو وغوښتل چې پر اسلامي امارت لګول شوي بندیزونه دې لغوه کړي.
هغه لوېديځو هېوادونو ته په خطاب کې وويل: له لوېديځو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې له جګړې وروسته د افغانستان د بيارغونې په برخه کې خپل مسووليت ومني، بنديزونه دې لغوه او د دغه هېواد شتمنۍ دې بېرته ورکړي.
د ایرنا په وینا، امریکایانو په افغانستان کې له سختې ماتې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو څه باندې ۹ میلیارده ډالر بند کړل او پر افغانستان یې ظالمانه بانکي او سوداګریز بندیزونه ولګول.
د پیغام پای/
Your Comment