په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت د شنبې په ورځ د میزان ۱۴ مه سهار په خپله خبرپاڼه اعلان وکړ د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان سفیر محترم مولوي اسدالله بلال کریمي سره وکتل.
په چين کې د افغانستان سفير مولوي اسدالله بلال کريمي وويل چې د دغه سفارت مسوولين هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې اړيکې پراخې کړي، چې ښې پايلې يې لرلې دي.
کريمي څرګنده کړه: په چين کې د افغان سوداګرو او محصلينو زيات شمېر شتون ته په پام سره، په دغه سفارت کې قونسلګري خدمات فعال دي او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته ښه خدمتونه کېږي.
مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره د چين په ولسي جمهوريت کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت د مسوولينو له فعاليتونو او دندو څخه قدرداني وکړه او ويې ويل: افغانستان او چين اوږده تاريخي، فرهنګي او اقتصادي اړيکې لري او د دې سفارت مسوولین باید د هغو د لا زیاتې پیاوړتیا کوښښ وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي په چين کې د افغانستان د سفارت له مسوولينو هم وغوښتل چې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې هڅې وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment