اسلامي امارت د هوساینې او رفاه په برخه کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال وايي، اسلامي امارت د هوساینې او رفاه په برخه کې له هیڅ دول هڅو ډډه نه کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن سه شنبه د تله ۱۴ مه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د فاریاب ولایت له علماوو او مخورو سره ناست وکړ.

 ویناوالو د فاریاب ولایت د خلکو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او د ستونزو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل.
 دوی په ډاګه کړه چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسؤلینو په څلور ويشت ساعته هڅو سره ولسونه له امنیت او هوساینې برخمن دي او خپل ورځني کارونه په ارامۍ سره پرمخ وړي.

 د فاریاب ولایت علماوو او مخورو هم د پوهنې، روغتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او انکشافي چارو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

 مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له علماوو، مخورو او مخورو سره په کتنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د امنیت تامین، هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول او د هوساینې او رفاه برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او په دې برخه کې مسوولین له هیڅ هڅې څخه دریغ نه کوي.

 هغه زیاته کړه: اسلامي امارت به د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره پورتنۍ چارې سر ته ورسوي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .