په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د جمعې په ورځ د تله په دیارلسمه نیټه د فارمت مسکو په شپږمې غونډې کې په غزه کې د صهیونیسټی ترهه ګر رژیم روانو جنایتونو ته په اشارې، د سیمې او نړۍ په با نفوذه لوبغاړو غږ وکړ چې د فلسطین او لبنان د خلکو د وحشیانه وژنې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.
هغه په سیمه کې د اسرائیلو د وحشت په هکله د نړیوالې ټولنې په اجرااتو د نیوکې سره وویل په سیمه کې د صهیونیسټی ترهګر رژیم بې رحمانه وژنې د ملګرو ملتو موثریت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
متقی زیاته کړه نه یوازې په غزې تړانګې کې د نسل وژنې مخه نه ده نیول شوې بلکې د هرې ورځې په تیریدو سره په سیمه کې د صهیونیسټي ترهګرې رژیم وحشت او جنایت پراخیږي.
د پیغام پای/
Your Comment