په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو نن سه شنبه د تله ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت له والي شیخ محمد قاسم خالد سره په امنیتي چارو کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه د امنیه قومندانۍ، ولسوالانو، قوماندانانو او د استخباراتو رییس سره د لیدنې خبر ورکړ.
امنیتي مسؤلینو خپل کاري راپورونه نیمروز والي ته وړاندې کړل او د ښاغلي خالد له لوري تر ارزونې وروسته د دوی لاسته راوړنې وستایلې او د شته ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د نيمروز والي وويل: د امنيتي ځواکونو د پرله پسې هلو ځلو په نتيجه کې په نيمروز ولايت کې کومه امنيتي پيښه نه ده رامنځته شوې. خالد زیاته کړه: اوس مهال د سرحدي سیمو امنیت په بشپړه توګه تامین شوی او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د سرحدي سیمو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
په دې کتنه کې د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو له خلکو سره پر نرم چلند او د ټولو امنیتي بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ ټینګار وکړ.
د ایرنا په وینا، د افغانستان نیمروز ولایت د ایران له اسلامي جمهوریت او پاکستان سره ګډه پوله لري.
د پیغام پای/
Your Comment