AP ۱۴۰۳ تله ۱۴ ۱۸:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85618293
T T
۰ Persons

Tags

په بدخشان کې د سلو ماشومانو لپاره د یتیم خانې پرانستل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په بدخشان ولایت کې د ۱۰۰ ښځینه یتیمانو لپاره د یتیم خانې د پرانیستلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن سې شنبه د تله په ۱۴ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د کار او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي محمد زاهد د بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۱۰۰ بې سرپرسته او یتیمو ښځو لپاره د یتیم خانه پرانسته وکړه.

د کار او ټولنيزو چارو وزيرې وويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يتيمانو او بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ او پالنې په موخه په ټول هېواد کې خپل يتيمان خانې فعالې کړي او دا مهال شاوخوا لس زره ماشومان هلته ساتل شوي او تر څارنې لاندې دی.

هغه زياته کړه: د سهم له مخې د بدخشان ولايت لپاره د درې سوه نارينه او ښځينه ماشومانو په ظرفيت يو يتيم خانه په پام کې نيول شوې ده، چې نارينه برخه يې پخوا فعاله وه او ښځينه يتيم خانه يې په فعاليت پيل کړې ده.

مولوي محمد زاهد څرګنده کړه: د دغو ماشومانو لپاره په روغتيايي مرکز کې د زده کړې، روزنې، خوراکي توکو او جامو په ګډون د ژوند نورې اسانتياوې برابرې شوې دي چې لګښتونه يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له بودجې څخه ورکول کيږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .