د یرغلګرو سره د مقابلې لپاره د دیني او معاصرو علومو زده کړه اړینه ده

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر وايي، د یرغلګرو پر وړاندې د دفاع لپاره د دیني او معاصرو علومو زده کړه بیړنۍ اړتیا ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبه د تله ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مراسمو کې په پکتیا کې وینا وکړه.

 حقاني وویل: د قرآن کریم حفظ کول یو لوی فضیلت دی، خو د قرآن کریم د نزول له پړاو څخه لومړی هدف په هغه عمل کول او د شریعت او اسلام مطابق ژوند کول دي.

 هغه زیاته کړه: د باثباته افغانستان او د هر ډول تیري په وړاندې د خپل ځان د دفاع لپاره باید دیني او معاصر علوم هر افغان زده کړي.

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر هم له خلکو وغوښتل چې دیني مسایل مطالعه کړي.

 په دې مراسم کې د دغه ولایت د علماوو شورا رئیس او د علماوو شورا رئیس صالح محمد فقیر او مولانا سید جمال هم حضور درلود.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .