ایران: په غزه او لبنان کې د ورته وخت د اوربند غوښتنه وکړه/ د اسراییلو د تېروتنې تکرار به سخت ځواب ولري

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: موږ د اوربند لپاره د هڅو ملاتړ کوو، په دې شرط چې د لبنان د خلکو حقونه د مقاومت له لارې ومنل شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د تله د میاشتې په څوارلسمه نېټه د جمعې په شپه په بیروت کې خبریالانو ته وویل: نن مې د لبنان له لومړي وزیر میقاتی او د دغه هېواد د پارلمان مشر نبي بری سره د لبنان د وروستیو پرمختګونو په اړه ډېرې ښې او ګټورې مشورې او د نظر تبادله درلود.

 هغه زیاته کړه: په دغو غونډو کې مې ټینګار وکړ چې ایران له لبنان سره دی او له لبنان او مقاومت سره به پاتې شی او مونږ ډاډمن یو چې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه به د پخوا په شان مات شی او د لبنان ملت به بریالی شی.

 عراقچي د صهیونیسټي ترهګرې رژیم د وروستیو حملو په اړه وویل: دا حملې مونږ نه دي پیل کړي بلکې مونږ د ایران په خاوره د اسرائیلو د حملې او په دمشق کې د ایران په قونسلګري او د ایراني اهدافو د حملې ځواب ورکړ.

 هغه په ​​دوام کې وویل: د اسرائیلو په خلاف چې په ملکی هدفونو او د خلکو، ښځو او ماشومانو په کورونو حملې کوی، مونږ یوازې د صهیونیسټ رژیم په پوځی او امنیتی مرکزونو حملې وکړې.

 عراقچی تاکید وکړ: مونږ اراده نه لرو دوام درکړو تر څو چې صهیونیسټ رژیم خپلو حملو ته دوام ورکړی؛ که اسراییل د ایران پر ضد کوم بل اقدام وکړي، زموږ اقدام به تر هغه سخت وي او موږ به یې خامخا ځواب ورکړو او زموږ ځواب متناسب او په بشپړ ډول حساب شوی 
به وي.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: د لبنان حالات نورمال حالت نه دی چي زما سفر یو عادي سفر وي. ما له لبناني چارواکو سره د اوربند په اړه خبرې کړي او موږ د اوربند د رامنځته کولو لپاره له نورو هېوادونو سره په تماس کې یو.

 هغه څرګنده کړه: مونږ د هغو کوششونو ملاتړ کوو چې د اوربند لپاره ترسره کیږی، په دې شرط چې لومړی د لبنان د خلکو حقونه د مقاومت له لارې ومنل شی او دویم دا چې دغه اوربند د غزې له اوربند سره په یو وخت وی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .