امیرخان متقی:  د سیمې هېوادونه داعش ته اجازه نه ورکوي چې خپل اتباع استخدام کړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له افغانستانه بهر د داعش د مرکزونو د جوړولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: د سیمې هیوادونه باید داعش ته د خپلو اتباعو د استخدام اجازه ورنکړی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی چې نن د جمعې په ورځ (د تله ۱۳ مه) د مسکو په فارمت غونډه کې خبرې کولې وویل: داعش د افغانستان له پولو بهر د روزنې او تجهیز مرکزونه جوړ کړي او دا پېښه یې د اسلامي امارت د اندیښنو سبب شوی دی. 

هغه د دې په بیانولو سره چې په افغانستان کې د داعش زیاتره چاودنې د بهرنیو اتباعو له خوا ترسره کیږي، ټینګار وکړ چې موږ د سیمې له هیوادونو څخه غواړو چې داعش ته اجازه ورنکړي چې خپل اتباع استخدام کړي او افغانستان او نورو هیوادونو ته یې د ورانکارو موخو لپاره واستوي.

متقی زياته کړه: موږ هيله لرو چې له روسيې سره د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه شي.

مولوي امیرخان متقی وویل: په تیرو دریو کلونو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د خلکو روحیه له امنیتي اندیښنو څخه تر انکشافي، بیارغونې، د پانګونې جذب او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو بدله کړې ده.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له روسیې وغوښتل چې د دې غونډې د غړو هېوادونو په همکارۍ د مسکو فارمت د افغانستان او سیمې د همکاریو په یوه بهیر بدل کړي.

 له بلې خوا د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د اسلامي امارت د اقتصاد پالیسي هرکلی وکړ او ویې ویل چې اوسنی حکومت هڅه کوي افغانستان د سیمه ییز اتصال په مرکز بدل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: بېلابېلې ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کې حضور لري او له هېواده بهر بریدونه ترسره کوي. په ورته وخت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کول غواړي.

د ایرنا په وینا، د افغانستان په اړه د مسکو د فارمت شپږمه مشورتي غونډه نن د روسیې په کوربه توب د سیمې د نفوذ لرونکو هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې جوړه شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .