په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن پنجشنبه د تله ۱۲ مه په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه بحثونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی هم بلل شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی پرون د یوه حکومتی پلاوی په مشرۍ مسکو ته لاړ.
د پیغام پای/
Your Comment