AP ۱۴۰۳ تله ۱۲ ۱۸:۴۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85616702
T T
۰ Persons

Tags

یمن د تل ابیب مهم او حیاتي نقطې په نښه کړې

AP ۱۴۰۳ تله ۱۲ ۱۸:۴۳
News ID: 85616702
یمن د تل ابیب مهم او حیاتي نقطې په نښه کړې

کابل- ایرنا- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په تل ابیب کې پر یوه مهم هدف د بې پیلوټه الوتکو د برید اعلان وکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې،  د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» وویل، د یافا (تل ابیب) په اشغال شوی ښار کې یو مهم او حیاتی هدف د څو یافا الوتکو په وسیله په نښه شو.

سریع وويل: په اشغال شوي ښار یافا کې عمليات په برياليتوب سره ترسره شول او بې پيلوټه الوتکې په برياليتوب سره هدف ته پرته ددښمن له مداخلې او ويشتلو، ولګیده.

هغه زیاته کړه: دغه عملیات د «موعود فتح او سپیڅلي جهاد» د جګړې د پنځم پړاو په چوکاټ کې ترسره شول.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند همداشان د غزې، لویدیځې غاړې، لبنان او عراق د مجاهدینو ته درود وویل او ټینګار یې وکړ: مونږ به خپلو عملیاتو ته تر هغه وخته دوام ورکړو چې په غزې او لبنان باندې د دښمن د تیریو مخه ونه نیول شي.

هغه د الاقصی د جنګ د پیل د لومړۍ کلیزې په مناسبت د فلسطین او لبنان لپاره د اسلامی هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د یمن پوځ په تیرو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د فلسطینی ملت له مقاومت څخه په ملاتړ کې د صهیونیسټی رژیم څو بیړۍ یا بیړیو د صهیونیسټی رژیم په طرف د باب المندب په تنګی کې د تیریدو په حال کې دی په نښه کړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .