په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د تله په ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د ځدراڼو او غوتان خېلو ولسوالیو له مشرانو سره د لیدنې کړي دي.
راغلو مشرانو د مهاجرینو له سرپرست وزیر سره د دغو قومونو د راستنیدونکو کډوالو د قومي، تعلیمي، سرپناه او کاري فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
خلیل الرحمن حقاني دوی ته د ستونزو د حل په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې زموږ د ولس لپاره ملي ارزښتونه لومړیتوب لري او موږ به په دې برخه کې نړیوال فرمایشونه ونه منو.
حقاني د ملت پر يووالي او اتفاق ټينګار وکړ او قومي، سمتي او ژبني اختلافات يې د دښمنانو د لاسوهنې لامل وبلل.
د پیغام پای/
Your Comment